د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې په دوهم لوی ښارسنت پیټرزبرګ کې ۶ مشکوک اسلامپالې غړي نیول شوي


د روسیې په دویم لوی ښار سېنټ پیټرزبرګ کې تر بندیز لاندې د یوې اسلامپالې ډلې شپږ مشکوکه غړي نیول شوي دي.

په سېنټ پیټرزبرګ کې د کېروف ولسوالۍ عدالت وايي، د حزب التحریر څلور مشکوکه غړي یې د چارشنبې پر ورځ، او دوه نور یې تېره ورځ، تر مقدمې مخکې ۴۵ ورځني بند ته استولي دي. ټول کسان د سې شنبې پر ورځ نیول شوي دي.

رپورټونه وايي، ټول کسان روسي وګړي دي. حزب التحریر لندن مېشته سني سیاسي سازمان دی چې ټول اسلامي هېوادونه په یوه خلافت کې یوځای کول غواړي.

د روسیې سترې محکمې (یا سپریم کورټ) په ۲۰۰۳ز کال کې پر دې ډلې بندیز ولګاوه او د دې غړي یې د ((سختدریځو)) د ملاتړیو په توګه ونومول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG