د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په هېلمند کې بهرني وسله وال جنګېږي”


افغان ولسمشر حامد کرزي په هېلمند ولایت کې د جګړې لپاره بهرني وسله وال ګرم بللي دي.

د تېرې جمعې پر ورځ د ولسمشر له دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، کرزي دا خبره د هېلمند، فراه او نیمروز له قومي مشرانو سره د لیدو پر مهال وکړه.

کرزي وویل، بهرنیان له دې جګړې د خپلو اغراضو او اهدافو لپاره کار اخلي او دا چې په جګړه کې بهرني وسله وال لیدل شوي دي.

کرزي دا روښانه نه کړه چې کوم بهرنیان یادوي، خو تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې په هېلمند کې پاکستاني پوځیان له طالبانو سره د طالبانو په جامه کې جنګېږي. پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG