د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کډوالو ستونزې

د خوست د ګربزو د سیمې په ګلان کېمپ یا پنډغالي کې اوسمهال د کډوالو شمېر ډېر شوی او په دې څلور زره جریبه پراخه دښته کې زرګونه خیمې لګیدلي، خو لا هم ډېرې داسې کورنۍ شته، چې د خیمو په ګډون ورته هېڅ ډول مرستې نه دي رسیدلي او سوځنده ګرمۍ ته پراته دي، دوی غوښتنه کوي، چې د سرپناه، خوړو او اوبو په برخه کې دې ورسره مرستې وشي. په خوست کې د ګربزو د ګلان کېمپ یا پنډغالۍ خلکو ته په اتیایمه لیسزه کې پر افغانانو د روسانو د یرغل او د افغانانو د مهاجرتونو وخت ور په یادوي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG