د لاسرسي ځای

تازه خبر

طاهر القادري د پاکستان جمهوريت ته ګټه رسوي که تاوان؟


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د سې شنبې (یا نهې) پر ورځ په راولپېنډۍ کې د ژوبلو شویو پولیسو تر پوښتنې وروسته خبریالانو ته وویل، د طاهر القادري پلویانو په بې ساري ډول پر پولیسو تشدد وکړ.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د سې شنبې (یا نهې) پر ورځ په راولپېنډۍ کې د ژوبلو شویو پولیسو تر پوښتنې وروسته خبریالانو ته وویل، د طاهر القادري پلویانو په بې ساري ډول پر پولیسو تشدد وکړ.

ده وویل، همدا لامل دی چې قادري به اوس د قانون د پرېکړې په رڼا کې له پاکستانه د بهر تګ وړ وي.

د دوشنبې (یا ګل) پر ورځ چې د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري اسلام اباد ته روان وو نو هلته د ده د پلویانو او پولیسو تر منځ نښتې وشوې. د نښتو پر وخت د قادري پلویانو یو شمېر پولیسان ژوبل کړل.

طاهر القادري پاکستان ته د انقلاب لپاره تللی دی او چې لاهور ته ورسېد نو له پوځه یې د خپل حفاظت غوښتنه وکړه. خو بیا وروسته د پنجاب ګورنر چودري محمد سرور او د پنجاب پخواني اعلا وزیر پروېز الهي په مرسته له الوتکې روان شو.

شنونکي وايي، پاکستان ته د طاهر قادري سفر او هلته د حکومت پر ضد د احتجاجي ناستو کولو اراده د هېواد جمهوري عمل ته تاوان رسوي.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو پوه پوهاند عبدالحمید نییر وايي، د طاهر القادري دا عملونه جمهوریت ته زښت تاوان رسوي:

((له دې کاره جمهوریت ته ډېر تاوان رسېږي. دا هغه خلک دي چې د پاکستان په جمهوري عمل کې برخه نه اخلي، د طاهر القادري په څېر د خلکو په ټولنه کې هېڅ ګټې نه دي بندې، دلته د هغه له مریدانو پرته نور هېڅ کس نشته، دی پخپله هم بل ځای اوسي. دی بیا وخت په وخت دلته راځي، شور جوړوي او بیا ځي او خلک پرېشانوي. تاسې ولیدل چې دا ځل چې دی پاکستان ته راغی نو نا جمهوري قوتونو ورسره د ملاتړ ډېرې هڅې وکړې. هغو خلکو ورسره ملاتړ وښود چې تل له پوځي یا مارشل لا حکومتونو سره ولاړ ول. نو زه دوی ته د پاکستان په سیاست کې د ډېر منفي عنصر په توګه ګورم.))

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو پوه او خبریال افتخار فردوس وايي، که د مسلم لیګ (ن) حکومت د طاهر القادري په ورتګ سم چلند کړی وای نو د پاکستان جمهوري عمل ته هېڅ تاوان نه رسېده، خو اوس یې حکومت ته تاوان رسېدلی دی:

((په لومړي ځل چې طاهر القادري پاکستان ته تللی وو نو د زرداري صاحب د بردبارۍ په نتیجه کې چې جمهوري عناصر کنټرول وساتي نو اثرات یې [کم شول.] او د هغې مهمه وجه دا ده چې تاسې ورته سیاسي یووالی، یا سیاسي بردباري ویلای شئ، یانې حکومت او اپوزیشن دواړه چې یو ځای شي نو [دا ډول کارونه کنټرول] کولای شي. اوسنۍ چې کومه مسله جوړه شوې ده نو حکومت چې څه [ډول چلند وکړ] نو دا حکومت او جمهوریت ته په څه نا څه درجې تاوان رسولای شي.))

د پاکستان اوبزرور په نوم یوې انګرېزي ورځپاڼې لیکلي، طاهر القادري په پاکستان کې د مارشل لا لګولو هلې ځلې کوي. ایا ریښتیا داسې ده او که نه؟ پوهاند عبدالحمید نییر وايي، د طاهر القادري د کارونو په نتیجه کې به مارشل لا نه لګي:

((زما په خیال، که جمهوري قوتونه یوه لویه تېروتنه ونکړي، تر هغې د [طاهر القادري] دا کارونه یا حرکتونه نشي بریالي کېدای. دوی به یوازې لږه ګډوډي پیدا کړي او دوی چې څه ډول ارزانه شهرت غواړي هغه به تر لاسه کړي.))

شنونکي دا ګڼي چې په پاکستان کې د جمهوري عمل تسلسل د هغه هېواد د مسلو د هواري یوازینۍ لار ده او دا چې په پاکستان کې سیاسي ډلې باید د طاهر القادري د پلانونو ملاتړ ونکړي ځکه چې د هغه عملونه د پاکستان جمهوریت بېلارې کوي.

XS
SM
MD
LG