د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزنی: طالبانو تښتول شوي استادان او زدهکوونکي خوشې کړل



د غزني چارواکي وايي، د کندهار پوهنتون هغه استادان او زدهکوونکي خوشې کړل شوي دي چې څو ورځې وړاندې د کابل کندهار پر لويه لاره وسله والو طالبانو له یو بسه کښته کړي ول.


تر دې وړاندې وسله والو يوازې د څو تنو د خوشې کېدو خبره منلې وه، خو اوس چارواکي د ټولو کسانو د راخوشې کېدو ادعا کوي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، وسله والو تېره ورځ دا شرط ايښی وو چې دغه کسان به سره صليب ته سپاري، نو له همدې امله يې دوی ته نه دي سپارلي.

بل پلو د وسله والو طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په لېږلي لیک کې ویلي چې له دې کسانو څخه درویشت په یوه موټر کې وو چې تر خپلو ځایونو رسېدلي دي او پاتې لس په بل موټر کې وو چې موټر یې خراب شوی او نن به ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG