د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمیسیون دې رای شمېرنه ودروي



د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو کاندید عبدالله عبدالله وايي، چې دواړو انتخاباتو کمیسیونونو یې مشروع غوښتونو ته ځواب ونه وايي، چې له کلبه یې له دواړو کمیسیونو نو سره خپل اړیکي وځنډولې.


عبدالله عبدالله نن (چارشنبه) کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل؛ چې کمیسیون دې د رایو شمېرل ودروي. هغه زیاته کړه:

"سر له اوسه خپلو څارونکوته وایم چې؛ خپل د نظارت وظیفه پریږدي د کمیسیون د مرکزي او ولایتي دفترونو څخه زموږ مرکزي دفتر زموږ نمایندګیو ته راوګرځي؛ موږ د کمیسیون سره خپل روابط ځنډوو."


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس ضیاالحق امیرخیل له دندې ګوښه کول د۷ میلیونو رایو په اړه توضیحات ورکول او د پلان شوو درغلیو په اړه رسیدګي کول د عبدالله عبدالله اصلاحاتو او همپالني دټیم اساسي غوښتني دي.

خو بلخوا د انتخاباتو کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د سېشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې امرخېل هېڅ غیر قانوني کارنه دی کړی او کمیسیونونه بې طرفه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG