د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان عملیات: "ولس دې په درو ورځو کې ووځي"


د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې د سیمې اوسېدونکو ته د دریو ورځو وخت ورکړی دی چې کډې وکړي. چارواکو دا اعلان تر هغې وروسته کړی دی چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي دي.



چارواکو بېګا ناوخته مشال راډيو ته وویل، تر نن ماښام اووه بجو پورې د میرلي او رزمک اوسېدونکي له خپلو سیمو تللی شي.

سبا به د میرامشا او غلام خان او د جمعې پر ورځ به د بویه او دته خېلو اوسېدونکو ته د سیمو پرېښودو اجازه وي.

بلخوا د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، په پرونۍ بمبارۍ کې یې ۲۵ مشکوکه وسله وال وژلي دي. ازادو سرچینو د دې مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG