د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغانستان کې به هېڅکله د عراق حالات تکرار نشي'



افغان ولسمشر حامد کرزي هغه امکانات رد کړي دي چې ګواکې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو ورسته به هغه هېواد هم د عراق په څېر د ګډوډۍ ښکار شي.


په کابل کې له بي بي سي سره د مرکې پر وخت کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا هغه څه چې په عراق کې روان دي په افغانستان کې هم پېښېدای شي؟ وویل، ((نه، هېڅ کله نه.)) دا مرکه چې نن (چارشنبه)خپره شوې ده پکې ولسمشر کرزي ویلي، القاعده وسله واله ډله په افغانستان کې نور موجودیت نه لري.

کله چې د ۲۰۱۱ز کال په ډېسېمبر کې له عراقه امریکايي پوځیان ووتل نو هلته د هېواد د سني مېشته شمال تر نیولو وروسته له القاعده سره تړلې وسله واله ډله اوس د بغداد نیولو لپاره پرمختګ کوي. تمه ده چې ولسمشر کرزی د اګست په میاشت کې واک نوي ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG