د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان کې چاودنې دوه کسه وژلي، شپږ ژوبل


د لغمان ولایت اړوند سرخکانو سیمه کې د یوې چاودنې له امله دوه میرمنې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.


د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د چهارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل،چې نن شاوخوا لس بجې د یوې چاودنې له امله د تیلو یو ټانکر او درې کرولاموټرې سوزیدلي او له امله يې دوه میرمنې د وسوزیدو له امله وژل شوي او دارنګه شپږ تنه عام وګړي،چې د سفر په حال کې وو،ټپیان دي.

دغه چاودنه د تیلو ټانکر پورې د نښلول شوي مقناطيسي بم د چاودنې له امله رامنځته شوې،چې یاد ټانکر له کابله د جلال اباد په لور روان و،چې د لغمان د سرخکانو په سیمه کې نښلول شوي ماین چاودنه وکړه.

تر اوسه د یادې پيښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیسی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG