د عراق او شام د اسلامي دولت «داعش« په نامه وسله والو ویلي چې د عراق په شمال کې يې د «تلعفر» ښار هم نیولی دی.
تر دې دمخه دغې ډلې او ورسره ملګرو وسله والو په تیکریت ښار کې د ۱۷۰۰ سرتیرو د وژلو خبر ورکړی وو.
د تلعفر ښار اوسېدونکو ویلي، ښار نن سهار«شنبه» له یوې سختې جګړې وروسته سني وسله والو نیولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې "جین ساکي" د یکشنبې پر ورځ وویل؛ د عراق او شام د اسلامی دولت ادعا؛ چې وايي، په تکریت ښار کې یې د عراق هوایي ځواکونو۱۷۰۰ نوي عسکر وژلي؛ وحشتناکه کړنه وبلله او په خبره یې چې دا د دغو ترهګرو د خونړیتوب یو روښتوني تصویر وړاندې کوي.