د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: په پاکستان کې جمهوریت له سختو ګواښونو سره مخامخ دی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، په پاکستان کې جمهوریت له لویو ګواښونو سره مخامخ دی.


بېګا په قامي اسمبلۍ کې د کلني بجټ په اړه د وینا پر وخت اڅکزي وویل، د جمهوریت د ژغورلو لپاره دې یا د پارلېمان ګډه غونډه وبلل شي او یا دې په ټولګوندیزه غونډه کې د سیاسي ډلو باور تر لاسه کړل شي.

نوموړي وویل، په پاکستاني سیاست کې د پوځ او استخباراتي ادارو مداخلت دومره زیات دی چې ولس د پوځ په اړه زیات او د سیاسي مشرتابه په اړه کم مالومات لري. ده زیاته کړه چې له اېسټیبلېشمنټ سره یې لانجه پر دې خبرې ده چې جمهوریت عملي کېدو ته نه پرېږدي.
XS
SM
MD
LG