د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له ګاونډي هیوادونو څخه په افغانستان کې د سمو انتخاباتو په جوړولو کي د مرستي غوښتنه وکړه.
د ملګروملتونو د سرمنشي استازي یان کوبیش نن د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د افغانستان ګاونډي هیوادونه باید د جوزا پر ۲۴ مه د انتخاباتو پر ورځ د اړتیا په صورت کې له افغان چارواکو سره مرسته وکړي.
«زما پيغام د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته دادی چې له دغه هیواد سره مرسته وکړي چې تر ټولو ښه او باامنه انتخابات ولري او د اړتیا په صورت کې د افغان چارواکو سره مرسته وکړي.»
یان کوبیش همداراز وویل، نړیواله ټولنه په بې صبری سره د افغانستان د شفافو او ارامو انتخاباتو په تمه ده او هر ډول همکاری ته تیاره ده.