د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق دویم ستر ښار موصل وسله والو ونیولو


د "ننیوا" ولایت والي "اصیل نجیفي" وایي، د عراق او شام اسلامي دولت په نامه ډلې وسله والو د ولایت ودانۍ نېولې او د عراق پوځ او پولیسو ځواکونو خپلې پوستې پرېښي دي.


چارواکي وایي، یو شمېر وسله والو چې په وسلو ښه سمبال وو؛ د دوشنبې په ورځ د نینوا ولایت پر مرکز موصل حمله کړې وه.

وسله والو دغه راز د پولیسو مرکز او زندان هم اشغال کړي او بندیان یې خوشې کړي دي.

راپورونه دغه راز وایي، وسله والو په موصول ښار کې د لاریو ۲۸ ترکي ډرایوران هم وژلي دي.

د دوشنبې په ورځ نجیفي د ټلویزیون له لارې د سیمې له خلکو غوښتې وو؛ چې د وسله والو پر ضد دې وجنګیږي.

موصول چې په تېرو وختونو کې د القاعده شبکې سنګر وو؛ د بغداد د شمال لویدیځ په ۳۶۰ کیلومتري کې پروت او د عراق دوهم ستر ښار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG