د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د ۳۰ بلوڅ بیلتونپالو د وژنې دعوه کوي


د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، امنیتي سرتېرو په سېوۍ او ډېره بګټي کې ۳۰ بلوڅ بیلتونپالي وسله وال وژلي دي.


نوموړي د پنجشنبې پر ماښام په خبري غونډه کې وویل، په پلټنیزو عملیاتو کې د ملېشې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

ده وویل، امنیتي سرتېري چې د وسله والو کیمپ ته ورسېدل نو هغوی ورباندې حمله وکړه. خو د بلوچ رېپبلېکن ارمي په نوم د بلوڅ بېلتونپالو وسله والې ډلې ویاند سرباز بلوڅ رسنیو ته ویلي، په نښته کې د دوی اووه کسان وژل شوي دي او دا چې زیاته مرګ ژوبله پاکستانیو سرتېرو ته اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG