د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي راتلونکي کال ناټو په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره روزونکي وساتي


د امريکا د پوځ يوه جګپوړي چارواکي د چارشنبې پر ورځ وويل، ښايي راتلونکي کال ناټو په افغانستان کې نژدې ۱۲ زره روزونکي وساتي.


د هغوي په منځ کې به ۸ زره امريکايان وي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزيف ډنفرډ پرون په بروکسل کې وويل چې امريکا به د ۸۰۰ روزونکو ترڅنګ اتلس سوه ترويستي ضد ځواکونه هم پرېږدي.

د ده په وينا امريکايي پوځيان به له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په جنوب او ختيځ کې دېره شي او د جرمني، ايټاليا او ترکيې پوځيان به په شمال، لوېديځ او کابل کې مېشت وي.

له بلې خوا رويټرز خبري اژانس د امريکا د پوځ د يوه چارواکي په قول وږيلي چې امريکا لېواله ده چې د بريتانيا او استراليا په شان هيوادونه چې ښه روزل شوي خاص ځواکونه لري، په تروريستي ضد هلو ځلو کې برخه واخلي.

رويټرز خبري اژانس وايي چې دغه امريکايي چارواکي نه غوښتل چې نوم يې واخيستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG