د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې د تښتول شوي هندي مرستندوي په تړاو يو تن مشکوک نيول شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په هرات کې د تښتول شوي هندي مرستندویه کس په تړاو یې یو مشکوک تن نیولی دی.


د افغانستان حکومت هندي چارواکو ته خبر ورکړی چې افغان امنیتي ځواکونو د (GRS) موسیسې د کارکوونکي د تښتولو په تور یو تن نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې پولیس هلې ځلې کوي چې تښتول شوی اووه څلوېښت کلن الکسیس پریم کومار ژر تر ژره راخوشي کړي.

صدیقي دا هم وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسي په هرات کې د پریم کومار د ژغورلو لپاره عملیات روان دي.

پریم کومار څلور ورځې وړاندې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وسله والو وتښتاوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG