د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له یوه کسه پينځه دانې کلاشینکوفونه ونيول شول


د ننګرهار د امنيت امر الحاج لطف الله زريات د دوشنبې (ګل) پر ورځ يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې د خوږګیاڼو له اوسېدونکي امان الله یې پنځه دانې کلاشېنکوفونه د دورنټې پر چيک پوسټ نیولي چې په موټر سايکل کې یې پټ کړي ول.

هغه غوښتل چې دا وسلې له لغمانه د شينوارو ولسوالۍ ته ولېږدوي. له لومړنو پلټنو پس به نیول شوی کس څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG