د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بله پښتنه ماشومه ګوزڼ وهلې



په ياد ښار کې د ګوزڼ د مخنيوي کمپاین مشر ډاکټر مظهر خمیساني د جمعې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل دغه ماشومه چې ملاله نوميږي په کراچۍ کې پیدا شوی ده خو د کورنۍ تعلق يې له قبایلي سيمې سره دی.


نوموړي زياته کړه اغیزمنې ماشومې د ګوزن د مخینوي څاڅکي نه ووڅښلي د ده په خبره هغه ځکه چې کورنۍ يې خپلو ماشومانو ته د دغو څاڅکو له ورکولو انکار کړی وو.

په پاکستان کې د روغیتیا د نړیوالې ادارې چارواکي ایلیاس ډوری مشال راډیو ته ویلي، سږکال په کراچۍ کې شپږمه او په پاکستان کې د ګوزن ۷م پېښه ده.

یاده دې وي چې د صحت نړیوالې ادارې د جون له لومړۍ نیټې څخه له پاکستانه نورو ملکونو ته د سفر کوونکو کسانو لپاره د ګوزن د ویکسینو خوړل لازمي ګرځولي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG