د افغانستان راتلونکي ولسمشرۍ ته کاندید اشرف غني احمدزی وايي؛ که د انتخاباتو دوهم دور وګټي د خپلې دندې په لومړۍ اونۍ کې به له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.
نوموړي له هرات ولایته په واشنګټن کې اتلانتیکي شورا ته د سکایپ له لارې دا څرګندونې کړي.
ښاغلي احمدزي د ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو پریکړه د افغانانو په ګټه وبلله او ستاینه یې وکړه.
ښاغلي احمدزي ویلي چې، د ولسمشر اوباما نوي اجنډا هغه بهیر رالنډ کړ چې وړاندې ګمان کېده چې یوه لسیزه به دوام وکړي.
اشرف غني احمدزی د دوهم دور انتخاباتي مبارزو لپاره پرون هرات ته تللی و.
نوموړي دغه راز پر خپلو اقتصادي او ټولنیزو پلانونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، بنیادي اصلاحاتو ته ژمن دی.