په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، ایراني چارواکي دوی ته د شام په جګړه کې د برخې نه اخیستو پر سر ګواښونه کوي.
رضا حېدري هغه کس دی چې د ده په وینا، ایرانیو ځواکونو پر دې له ایرانه واېستی چې ده د شام په جګړه کې له ګډونه انکار وکړ.
د ایران او افغانستان له خوا حکومتي دریځونه لا مخې ته نه دي راغلي.