د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو له هغه هېواده د امریکايي سرتېرو ایستلو د اعلان هرکلی کړی دی خو طالبانو د امریکايي ولسمشر اوباما پلان غندلی دی.
د افغانستان ولسمشر دفتر لا پر دې اعلان هېڅ تبصره نه ده کړې. امریکايي ولسمشر باراک اوباما بېګا اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه وروسته به ۹۸۰۰ سرتېري په افغانستان کې د افغان ځواکونو روزنې او د القاعده وسله والو پر ضد عملیاتو لپاره ساتي. نوموړي وویل، راتلونکی کال به افغانان د خپل امنیت ټولې چارې پر مخ وړي.
اسوشي اېټډ پریس اژانس نن د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي له خولې ویلي دي د اوباما د اعلان هرکلی کوي.
طالبانو په ننني بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پاتې کېدل د «هېواد د خپلواکۍ، دین او بشري حقونو د سرغړونه ده».
بلخوا ناټو ویلي دي چې د اوباما بیان تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د ملاتړ ماموریت له پلان سره سمون خوري.