د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلام اباد او ډيلی دواړه د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري'


د پاکستان وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، اسلام اباد او نوی ډیلی دواړه د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري او دا چې د همدې له کبله د دواړو تر منځ د باور کمی دی.

نوموړي نن (چارشنبه) په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر وخت وویل، وزیراعظم نواز شریف وايي، دواړه هېوادونه باید له یو بل سره همکاري وکړي: کټ

((دواړو خواوو خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او ویې منله چې د باور کمی دی. موږ باید دا اندېښنې ختمې کړو چې مخکې لاړ شو او باور پر ځای کړو او لانجې او شخړې په همکاریو بدلې کړو.))

سرتاج عزیز دا خبره رد کړه چې ګواکې هندیو چارواکو نواز شریف ته د ترهګرو حملو په اړه یوه پاڼه ورکړه چې پکې پر پاکستان یا پاکستانیو وسله والو تورونه پورې شوي ول.

تر دې مخکې نواز شریف د خبري غونډې پر وخت ویلي ول چې هند او پاکستان دواړه دې د سولې لپاره کار وکړي او دا چې له ډیلي سره د ټولو لانجو هواري لپاره خبرو ته تیار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG