د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اوکرایني ولسمشر سره د اروپايي ټولنې ملاتړ


اروپايي ټولنې یو ځل بیا ویلي دي چې د اوکراین نوي ټاکل شوي ولسمشر پیترو پوروشېنکو ملاتړ به کوي.


دا اعلان بېګا د ټولنې غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته شوی دی. د اروپايي کمېسیون مشر هوزې مانول باروسو په برسلز کې وویل، اروپايي ټولنه د ((اوکراین د قانوني منتخب شوي مشر)) شا ته ولاړه ده.

باروسو وویل، د ټولنې مشرانو په غونډه کې په اوکراین کې د اییني اصلاحاتو، د هغه هېواد د خراب اقتصاد ښه والي لپاره د مالي مرستو او د انرژۍ په ترځ کې د اوکراین او اروپا د خوندیتوب لپاره د زیات کار پر موضوعاتو خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG