د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشرۍ انتخاباتو کاندید پېترو پوروشېنکو بریالی


د اوکراین بریالی ولسمشر پېترو پوروشېنکو
د اوکراین بریالی ولسمشر پېترو پوروشېنکو

لومړني نتایج ښيي چې پېترو پوروشینکو د انتخاباتو په لومړۍ دوره کې واضح اکثریت ګټلی دی. پوروشینکو د مقدماتي نتایجو له اعلانه سمدستي وروسته وویل، د ده لومړنی ماموریت به د جګړې ختمول او د سولې ټینګښت وي.


ده همداراز اعلان وکړ چې لومړی سفر به یې د اوکراین ختیځ ته وي چې د روس پلوه یاغیانو تر ولکې لاندې دی. ده زیاته کړه چې اوکراین به هېڅکله د کریمیا ټولپوښتنه او اشغال په رسمیت ونه پېژني.

پوروشېنکو همداراز یادونه وکړه چې د اوکراین خلکو په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد د شاملېدو لاره غوره کړې ده. د پوروشینکو اصلي سیالې پخوانۍ وزیراعظمې یولیاتیماشینکو خپله ماتې ومنله.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اوکراین د دولت له راتلونکې ولسمشر سره د ګډ کار په هیله دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG