د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ کې بریدونه شوي او مومندو کې ګرځبندیز دی


د خیبر دروازه چې باب خیبر هم ورته وايي
د خیبر دروازه چې باب خیبر هم ورته وايي
په خیبر ایجسنۍ کې ناڅرګنده وسله والو د امنیتي ځواکونو په یو ګاړي برید کړی چې پکې د ایف سي دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي هم دي.

د لواړګي پولیټیکل چارواکو تیره شپه مشال راډیو ته وویل چې تیر ماښام د خیبر ایجنسۍ په لواړګي هیلي پیډ میدان کې وسله والو د امنیتي ځواکونو په یو ګاډي ډزې وکړې چې په نتیجه کې د ایف سي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

چارواکي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو په ځوابي کارروایۍ کې یو وسله وال وژلی او بل یې ژوندی نیولی دی. د یادې پیښې په اړه وسله والو لا څه نه دی ویلي، او نه هم چا د دبرید پړه منلې ده.

بل پلو د مومندو په پڼديالۍ سيمه کې د پرونۍ چاودنې ورسته لګولې شوې کرفیو نن هم دوام لري . په دغه پیښه کې د ايف سي شپږ اهکار وژل شوي وو.

په سيمه کې د مشال راډيو خبريال وايي ، په څاپو تحصیل، د خوائیزو او د حلیم زو په ځینو سیمو کې د پرون مازیګر راهیسي د پولیټکل اتنظامیې لخوا کرفیو لګول شوې ده، چې له امله یې بازارونه بند دي او د ګاډو په تګ راتګ بندیز دی.
XS
SM
MD
LG