د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې بمي چاودنو ۱۶ کسان وژلي


په عراقۍ پلازمېنه بغداد کې پر شیعه زیارت کوونکو د حملو لړۍ لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي دي.


د تېر ماښام په حملو کې دوه ځانمرګې حملې او یو موټر بمي برید شامل دي. دا حملې پر هغو عبادت کوونکو شوې دي چې د اهل تشیع د سپېڅلي امام موسا الخادم د مړینې ورځې په مناسبت یې د غونډې تیاری کړی وو.

ټاکل شوې ده چې تر دوو ورځو به په بغداد کې په زرګونه نور کسان هم د خادم د مړینې ورځې په مناسبت ورغونډ شي.

نوموړی په ۷۹۹ز کال کې مړ شوی وو. یو امنیتي ویاند وايي، یو ځانمرګی بریدګر توره ښځینه قبا اغوستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG