د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې یوه پنځه کسیزه ډله د ترهګرۍ په تور ونیول شوه


د افغانستان د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو یوه پنځه کسیزه ترهګره ډله نیولې ده.


د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر د چارشنبې پر ورځ په یو خبرپاڼه کې وویل، چې دا ډله د ملي امنیت د ریاست مامورینو د استخباراتي معلوماتو پر اساس نیولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې ډلې په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې فعالیت کاوه.
د کندهار چارواکي وايي، چې په ډله کې یو کس د بلوچستان صوبې د پښین اوسېدونکی دی او له دوی سره وسلې او مهمات هم موندل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG