د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننگرهار: حصارک ولسوالۍ کې ځانمرګی برید، ۱۱ کسه مړه ژوبل


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسول احمد ضيا عبدالزی وايي، په چارشنبه شاوخوا یوولس بجې د حصارک ولسوالۍ په مقام کې یو ځانوژونکي برید د سیمه ييزو پولیسو د یوه قومندان په ګډون دوه تنه وژلي او نهه تنه نور ژوبل دي.


په ټپیانو کې د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف هم شامل دی.

د عبدالزي په خبره د ولسوال روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG