د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د روسي ځواکونو د پرشاکیدو هېڅ څرګنده نه کېږي”


امریکا او ناټو وايي دوی هېڅ نښې ونه لیدلې چې ګني روسي ځواکونه د او کرین له پولې هیسته شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي وو خپلو ځواکونو ته یې د دغه سیمو د پرشاکیدو ورکړی دی.

د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني خبریالانو ته وویل، امریکا په دې لړ کې تر څه فیصلې وړاندې واضحه او قوي ثبوت لیدل غواړي. کارنې په دې حواله د ناټو د مشر اندرې فوغ راسموسین د وړاندینۍ ادعاو تایید کړی دی.

پرون (دوشنبه) سهار د روسې د صدارتي دفتر ویلي ول چې ولسمشر پوټین خپلو ځواکونو ته امر کړې چې د پسرلي د مشقونو ختمولو پس دې د اوکرین د سرحدونو خپلو دایمي بارکونو ته ستانه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG