د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: سوداګر د غلام خان لارې خلاصېدل غواړي


د شمالي وزيرستان د ميرانشا د سبزيانو او مېوو منډۍ سوداګران وايي، که څه هم په سيمه کې ګرځبنديز لیرې کړل شوی دی خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د غلام خان لارې لا اوس هم تړل شوی دی.

د سيمې سوداګرانو نن (شنبه) مشال راډيو ته وويل: په خوراکي توکو بار ټرکونه د لسو ورځو نه پر سړکونو ولاړ دي او مالونه یې وراسته شول. دوی وایي د ډیر زیات تاوان سره مخامخ شوي دي.

سوداګرانو له حکومته غوښتنه کړې چې غلام خان لارې ژر تر ژره خلاصه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG