د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: روسیه دې د اوکراینیانو انتخاباتو کې مداخله نه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر روسیې ټینګار کړی دی چې په اوکراین کې دې په راتلونکو انتخاباتو کې مداخله نه کوي.

نوموړي تېره ورځ په لندن کې د ملګرو اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د غونډې پر وخت خبرداری ورکړ چې مسکو د لا نورو مشخصو اقتصادي بندیزونو له خطر سره مخامخ دی.

ده وویل، روسیې ته یې پیغام دی چې ((اوکراین انتخاباتو ته پرېږدي.)) کیري وویل، دی او د ده اروپايي سیالان سلا شول چې که کرېملېن روانه میاشت د اوکراین ولسمشریزو انتخاباتو د ګډوډولو هڅه وکړه نو پر روسیې دې سېکټوري بندیزونه ولګول شي چې د هغه هېواد د کانونو او ګیس په ګډون لویې اقتصادي څانګې به په نښه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG