د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروفیسر ابراهیم : پوځ او طالبانو دواړو ته خواست کوو چې پر یوبل ډزې مه کوئ


پروفیسر ابراهیم
پروفیسر ابراهیم
د طالبانو لخوا د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی مشر پروفیسر ابراهیم وايي ، د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي.

نوموړی زیاتوي، په ځینو رسنیو کې د عملیاتو د پیلولو خبرې هم کیږي خو د نوموړي په اند ددواړو خواوو ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو اړتیا لیدل کیږي.

پروفیسر ابراهیم دا هم وویل چې حکومت او طالبان پر یو بل بې اعتماده دي، نو ځکه دا خبرې پر مخ نه ځي. دنوموړي په وینا حکومت وايي دوی د طالبانو سره په هغه صورت کې خبرې کولی شي چې هغوی په شمالي وزیرستان کې د پولیټیکل ایجنټ د فتر کې خبرو ته غاړه کیږدي، خو طالبان وايي حکومت تر دې وړاندې هم ، په همدې طریقه د طالبانو مشران راغوښتي او بیا یې ګرفتاره کړي دي.

د پروفیسر ابراهیم په څرګندونو کې دا هم وو چې طالبانو ترمنځ اختلافات نشته ، ټول سولې ته لیواله دي، ددوی ترمنځ د اختلافاتو خبرې هسې د مطبوعاتو لخوا راپورته شوي دي. پروفیسر ابرهیم وايي (( طالب ته دا سوال کوو چې پر پوځ حمله مه کوه ، پوځ ته دا سوال کوو چې پر طالب حمله مه کوه . ))
XS
SM
MD
LG