د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې چاودنه،څلور مړه ، لس ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو

د اتوار ( یکشنبې ) په ورځ په پېښور کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او دلسو نورو د ژوبلیدو راپورونه دي.

چارواکي وايي دا یوه ځانمرګې حمله وه. د پولیسو چارواکي وايي ځانمرګی برید د یو شل کلن تن لخوا ترسره شوی او غوښتل یې د کډوالو د ستنیدو یو مرکز په نخښه کړي. د رسکیو ون ون ټوټو په وینا دا چاودنه د باچاخان چوک پرده باغ ته نږدې شوې ده. دوی وايي ژوبل شوي کسان د لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي چې چاودنه په یو جومات دننه شوې ده.

په کوم ځای کې چې چاودنه شوې د شاهي باغ ، شا طهماس سټیډیم ته نږدې پروت دی او دغلته تل ډیره زیاته ګڼه ګوڼه وي. د پېښې پړه تر دې دمه چا قبوله کړې نه ده. دپاکستان صدر ممنون حسین او نورو چارواکو او سیاست والو ددې چاودنې غندنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG