د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرایمیا ته د ولسمشر پوټین سفر وغندل شو


لویدیځ هيوادونو او ناټو د روس پر ولسمشر ولادمیر پوټن چې د جمعې په ورځ یې کریمیا ته سفر وکړ، انتقادونه کړي دي.

روس څه موده وړاندي کرايميا له ځان سره الحاق کړه.

پرون د امريکا د بهرانيو چارو وزارت وياندې جين ساکي له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، ً د ولادمير پټن دغه سفر پاروونکی او غیر ضروري دی ،کرايميا د يوکراين برخه ده او موږ يي په رسميت نه پيژنو، بي شکه چې په دی لړ کې د روس ګامونه غير قانوني او ناجايزه ديً.

بلخوا د ناټو عمومي منشي اندريو فوغ راسموسين ويلي دي کریمیا لا هم د اوکراین یوه برخه ده او دده د معلوماتو له مخي، اوکرایني چارواکو پوتین ته بلنه نده ورکړي چې کریمیا ته ولاړ شي.

له دي امله کریمیا ته د هغه تلل نامناسبه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG