د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف د پېښور مشر پر خپل حکومت تورونه لګولي


د تحریک انصاف ګوند د پېښور ضلعې مشر او له حکومتي څوکۍ لرې شوي یاسین خلیل ویلي، درغلي کوونکي هغه کسان دي چې تر واکمنېدو وروسته یې هم د خیبر پښتونخوا لپاره تر اوسه هېڅ نه دي کړي.

نوموړي تېر ماښام د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر وخت پر حکومت انتقاد وکړ چې بې له قابلیته یې خلکو ته کارونه او څوکۍ ورکړې دي.

د یاسین خلیل د خبرو په ځواب کې اعلا وزیر پروېز خټک وویل، هغه کسان چې صفر شوي دي اوس دې له ځانه اتلان نه جوړوي.

د اسمبلۍ غونډې پر مهال ټولو مخالفو ګوندونو د جمیعت علمای اسلام (ف) غړی مولانا لطف الرحمان د اپوزیشن مشر کړ.

ده او د عوامي نیشنل ګوند سردار حسین بابک هم د حکومت پر کارکردګۍ انتقاد وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG