د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي پوځ د یو شمېر توغندیو ازموینې کړې دي


روسیې د هېواد په غربي او شمالي برخو کې د پوځي تمرینونو پر مهال د ولسمشر ولادمیر پوټین تر څار لاندې د یو شمېر بیلېسټېک توغندیو ازموینې کړې دي.

د روسیې دفاعي چارواکو تېره ورځ وویل، پوځ په پلېسېڅک کې د ازموینې له یوه مرکزه، د توپول په نوم د بین البراعظمي بیلسټیک توغندي او د روسیې د شمالي او ارام بحر جنګي ډلو له اوبتله بېړیو د یو شمېر لنډ واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه وکړه.

دا تمرینونه له پوټین سره د بېلاروس، ارمنیا، تاجکستان او کېرغیزستان ورغلیو ولسمشرانو هم ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG