د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي پارلمان په لیبیا کې پر امریکايي ودانیو د برید پلټنې غواړي


د امریکا د استازو جرګې په ۲۰۱۲ز کال کې د لیبیا په بنغازي کې پر امریکايي ودانیو د حملو د تازه پلټنو پیلولو په حق کې رایه ورکړې ده.

وسله والو د ۲۰۱۲ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه، په بنغازي کې پر امریکايي ډېپلوماټیکو ځایونو حمله کړې وه چې پکې امریکايي سفیر کرسټوفر سټیونز او درې نور امریکایان وژل شوي ول.

د رېپبلېکن ګوند په اکثریت د امریکا د استازو جرګې تېره ورځ په عمومي ډول د ګوندونو له تګلارو سره سمه رایه ورکړه.

د رېپلېکن ګوند غړو د اوباما پر حکومت تور پورې کړ چې د حملو په شا تمبولو کې یې ډېر کم کار کړی وو.

هغوی دا هم وویل چې حکومت وروسته پېښې بل ډول تعبیر کړې چې د ولسمشر باراک اوباما نوم وساتي او په دې ډول د ۲۰۱۲ز کال په نومبر کې د هغه د بیا انتخاب چانسونه زیات کړي.

د اوباما اداره وايي، چارواکو هغه وخت پر یوټیوب د اسلام پیغمبر د سپکاوي ویډیو د خپرېدو په غبرګون په ټوله اسلامي نړۍ کې د قهرجنو مظاهرو په اړه ولس ته د بهترینو میسرو مالوماتو ورکولو هڅه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG