د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام یاغیانو د شاوخوا پنځوس حکومتي سرتېرو وژل منلي


د شام په شمالي ښار حلب کې یاغیانو له یوې پخوانۍ کلا سره نېږدې د لویې چاودنې پړه منلې ده چې پکې د دوی په وینا، شاوخوا ۵۰ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

تېره ورځ، د اسلامي جبهې د یاغیانو اېتلاف د ټوېټر پر پاڼې په یوه پیغام کې ویلي، د دوی ((سپېڅلو جنګیالیو)) تېره ورځ ((سهار په زوړ حلب کې د کارلټن هوټل بیرکونه او ورسره ملحقه یو شمېر ودانۍ چوولې دي چې پکې له ۵۰ زیات سرتېري وژل شوي دي.)) د شام د بشري حقونو څار برتانیا مېشته اپوزیشن ډله وايي، یاغیانو د کارلټن کلا د هغه هوټل تر ودانۍ لاندې سرنګونه کینلي (یا کنلي) ول چې حکومتي ځواکونو د اډې په توګه کاراوه.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان وايي، [په چاودنه کې] شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي دي. د شام دولتي خبري اژانس سنا وویل، ((وسله والو ترهګرو ډلو تر تاریخي ودانۍ لاندې کینلي (یا کنلي) سرنګونه چوولي او لوی تاوان یې پېښ کړی دی.)) سنا د مرګ ژوبلې ذکر نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG