د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بامیان کې د مځکښودېدنې خطر خلک بې کوره کړي


په بامیان ولایت کې د یوه غره د ښویېدو د خطر له کبله سل کورنۍ مجبوره شوي چې له کورونو ووځي.

د چارواکو په وینا پرون د بامیان د مرکز د فولادي درې په (جوی سرخ) سیمه کې بې ځایه شوي خلک سمدستي مرستو ته اړتیا لري. د بامیان د والي مرستیال محمد اصف مبلغ وايي، دوی سیمه له خلکو خالي کړې ده

چارواکي خبرداری ورکوي چې که بې کوره شویو کورنیو ته ژر مرستې ونه رسېږي نو د لسګونه ښځو او ماشومانو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG