د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې دوه تنه وژلي ۱۶ ژوبل


کوټه کې بیا بیا چاودنې کېږي چې اکثره پکې ولسي کسانو ته مرګژوبله اوړي
کوټه کې بیا بیا چاودنې کېږي چې اکثره پکې ولسي کسانو ته مرګژوبله اوړي

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې له یوې بمي چاودنې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ تنه ژوبل دي.

پولیس چارواکي وايي، چاودنه د ښار پر ډبل سړک له نادرا دفتر سره جوخت شوې ده. د نادرا په پاکستان کې د شناختي کارډونو دفتر دی.

د کوټې پولیس ډي ای جي انوېسټیګېشن مبین احمد رسنیو ته وویل، چې چاودنه په یوه بایسیکل کې له اېښودل شویو باروتو شوې. چې دوه تنه یې وژلي او ۱۶ نور ژوبل دي.

عیني شاهیدانو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې له چاودنې اکثریت ولسي کسانو ته چې لارویان ول، مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر وايي، د چاودنې له زوره د نژدو دوکانونو او دفترونو د کړکیو ښیښې ماتې شوې دي او په سیمه کې یې یو شمېر ګاډو او موټر سایکلونو ته هم سخت زیان رسولی دی.

د بمي چاودنې ځای ته د فرنټيېر کور او پولیس ګڼ سرتېري رسېدلي او شاوخوا سیمه یې کلابنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG