د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د چار شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:


د تېرې سېشنبې پر شپه وسله والو طالبانو د پچير و اګام ولسوالۍ د خزانو په کنډو سيمه کې د سرک د غاړې ماينونه ځای په ځای کول چې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شوي او شپږ تنه په کې وژل شوي.

مشرقيوال زياتوي چې د دغه وسله والو سرګروپ چې قاري ذاکر نوميږي، په ياده پيښه کې ټپي شوی چې د درمنې لپاره نامعلوم ځای ته انتقال شوی. مشرقيوال وايي چې په وژل شويو کې دوه تنه پاکستاني تبعه هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG