د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې اته تنه وسله وال وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه اته وسله وال وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.


د استخباراتي ادارو چارواکو او ځايي ولس په وینا، نښتې په شوال سیمه کې شوې دي. د ځینو رسنیو په خبره، په دې پېښو کې تر ۱۲ پورې وسله وال وژل شوي دي.

د طالبانو ځینو سرچینو بېګا مشال راډيو ته وویل چې دا نښتې د شهریار مسود او خان سید سجنا د ډلو ترمنځ شوې دي. له تېرو څو اوونیو راهیسې د وسله والو ډلو تر منځ وخت په وخت نښتې کېږي چې پکې تر اوسه شاوخوا ۵۰ وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG