د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاریاب د بل چراغ ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو


د فاریاب ولایت د بل چراغ ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد ظفر د ماین په یوه چاودنه کې له ټپي کیدو وروسته نن (چارشنبه) سهار ساه ورکړه.


د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد نعیم اندرابي مشال راډیو ته وویل، چې امنیې قومندان د تیرې سېشبنې پر ورځ هغه مهال ټپي شو، چې د بل چراغ ولسوالۍ په کولیان سیمه کې یو موټر په خښ شوي ماین برابر شو.

اندرابي وایي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای په ځای شوی وو.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د بل چراغ ولسوالۍ د امنیت مدیر عبدالومن وسله والو طالبانو وتښتاوه او بیا یې وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG