د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د وسله والو ضد پوځي عملیاتو کې یو پاکستانی سرتیری مړ


د خيبر پښتونخوا په سوات کي پوځي چارواکي وايي چې د مالم جبې په سر سرداري سيمه کې د وسله پر ضد عملیاتو کي د ظفر په نامه د پوځ يو سرتيری وژل شوي دي .


د پوځ ویاند کرنل عقيل تيره شپه مشال ريډیو ته وویل چې د وسله والو پر ضد دا عملیات چې پکی هيلي کا پټری هم برخه اخلي له تيرو دوو ورځو راهیسې دوام لري.

که څه هم کرنل عقيل په دې عملیاتو کي د وسله والو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي خو عينی شاهدینو او ځايي سرچېنو مشال ريډيو ته ويلي دي چې په دي عملیاتو کي وسله والو ته مرګ ژوبله اوړيدلي ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG