د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیمروز کې د ډله ییزه ځانمرګو بریدګرو برید پای ته ورسېد



د افغانستان نیمروز چارواکي وایی، چې په دلارام ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر مدیریت د ځانمرګو برید ګرو ډله ییزه حمله پای ته ورسېدله.

د نیمروز والي ویاند احمد عرب مشال راډیو ته وویل، چې په برید کې پنځه بریدګر او یو د افغان ملي امنیت سرتېری وژل شوی او د ملي امنیت دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.

دغه پنځو بریدګرو نن د ګل ورځ د ملي امنیت پر مدیریت په حمله کې له دوو موټر بمونو څخه هم ګټه اخیستې ده.

د والي ویاند وایي، چې بریدګر لومړی د ملي امنیت مدیریت مخې ته چاودنه وکړه او بیا یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG