د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شبرغان کې له سېلاب ځپلو سره مرستي شوي


په داسې حال کې چې وروستیو بارانونو په جوزجان ولایت کې شپږ شپیته کسان وژلي دي او ګڼ نور یې بې کوره کړي، په شبرغان ښار کې میشتو د ملي اردو سرتیرو د خپلې یوې ورځې اعاشه له سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره ورکړې ده.


له سیمې څخه د مشال راډیو خبریال وايي، د دوشنبې پر ورځ تر ناوخته پورې د لیلې په دښته کې د ملي اردو یو شمیر سرتیرو، له کورنیو او بهرنیو مرسته رسونکو ادارو سره سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوړو اوبو او البسې د برابرولو په برخه کې همکاري کوله.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو د پلي کنډک قومندان حاجي محمد صبور د دې مرستو د ویش پر مهال وویل:

”تاسو یې ګورئ چې خلک په ډیر ځورونکي وضیعت کې دي؛ موږ خپلو کې خبرې وکړي او پریکړه مو وکړه، چې له خپلو خوړو څخه یې کم کړو او یوه اندازه ترې له دوی سره مرسته وکړو.“

د ملي اردو سرتیري په داسې حال کې د لیلې په دښته کې له پرتو سیلاب ځپلو سره مرسته کوي چې؛ ویل کیږي، د خوړو، د څښاک د پاکو اوبو او سرپنا نشتوالی د دې خلکو تر ټولو لویې ستونزې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG