د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ايساف دوه سرتېري ووژل شول


ناټو وايي، دوه سرتیري یې د افغانستان په ختیځ کې په یو برید کې وژل شوې دي.د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د ناټو د سرچینو له قوله وايي چې د دوشنبې پر ورځ یې دوه سرتیري وژل شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.


د برید دقیق ځای او د وژل شویو سرتیرو هویت هم نه دی په ډاګه شوی.

دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې پنځه بریتانوي سرتیري په کندهار کې د هلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي وو.

له دې سره په دې میاشت کې په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو نهو تنو ته او په روان کال کې کې پنځه ویشتو ته ورسیده.

له هغې را وروسته چې په افغانستان کې امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي د بهرنیو سرتیرو په مرګ ژوبله کې کمی راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG