د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د پاکستان مرکزي حکومت دي د وسله والو خلاف عملیات وکړي”


د پاکستان د سند حکومت له مرکزي حکومته غوښتي چې د وسله والو خلاف دې سخت عمليات وکړي.

د سند د اطلاعاتو صوبايي وزير شرجېل ميمن د جمعې پر ورځ خبريالانو ته وويل چې د حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکراتو کومه نتيجه نه ده ورکړي نو ځکه پر دې خبرو وخت ضايع کول نه دي پکار.

شرجېل ميمن دا خبرې له هغه وروسته کړي دي چې د جعمې پر ورځ په کراچۍ کې يوې بمي چاودنې پنځه کسان ووژل او ديرش نور يې زخميان کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG