د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیسو نړېوال صندوق اوکراین ته د مرستې ورکولو په اړه غونډه کوي



د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، راتلونکې اوونۍ به اوکراین ته د مرستو د یوه لوی پیکېج یا بستې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.


ای اېم اېف وايي، اوکرایني حکومت د دوی شرطونه پوره کړي دي. د ادارې په وینا، د پیسو نړیوال صندوق ډله به د اپرېل پر ۳۰مه په غونډه کې [د اوکراین د مرستو] د پروګرام بیا کتنه وکړي او وروستۍ پرېکړه به اعلان کړي.

ای اېم اېف په محتاط ډول سلا شوی دی چې د دوو کلونو په موده کې اوکراین ته له ۱۴ تر ۱۸ اربه (یا میلیارده) امریکايي ډالره پور ورکړي چې د میاشتو تر سیاسي او اقتصادي بحران وروسته د اوکراین په رغاونه کې مرسته وشي. تر اوسه د پیسو وروستی شمېر نه دی اعلان شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG