د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د وسله والو په برید کې درې سرتېرې وژل شوي


د بلوچستان په نصیر اباد کې د پولیسو پر ګزمه کوونکي ګاډي د وسله والو په برید کې درې سرتېري وژل شوي او بل ژوبل دی.


د پولیسو یوه چارواکي نصیر مېنګل تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، دا حمله د پنجشنبې پر مازیګر د نصیر اباد په چتر سیمه کې شوې ده.

د مېنګل په خبره، تر حملې وروسته وسله والو د پولیسو ټوله وسله هم له ځانه سره وړې ده. بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ رېپبلېکن ارمي د برید پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG